انصار: ( د لیندی ۱۰ مه)، د افغانستان لپاره د جرمني سفارت له دغه هېواد او ګاونډیانو سره یې د مرستې لپاره، د خوړو نړیوال پروګرام سره د ۶۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی.
دغه سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې یې د مرستو لپاره د خوړو نړیوال پروګرام سره د ۶۰ میلیونه یورو مرستې ژمنه کړې ده.
یاد سفارت لیکلي، چې دا پیسې به هرات کې له زلزله ځپلو او له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو سره د مرستو برخو کې ولګول شي.
سرچینې د دغو مرستو د مشخص وېش په اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان په وروستیو کې له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی او بیا- بیا نړیوال سازمانونه ورسره د عاجلو بشري مرستو د زیاتیدو غوښتنه کیږي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/28757